سیمه ییز چارواکي: په ارزګان او کونړ کې ۷ پولیس وژل شوي

ارشیف

په ارزګان او کونړ ولایتونو کې ۷ افغان پولیس د وسله والو طالبانو بریدونو کې وژل شوي دي.

افغان چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه په یادو ولایتونو کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي وویل چې د دې ولایت په ترینکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو سره د افغان پوځیانو برید یو ساعت دوام وکړ.

نوموړي د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وویل: "تېره شپه د یک لینګي او صوفیانو په سیمو کې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې یې پنځه افغان سرتېري وژل شوي او پنځه نور پولیس ټپیان شول."

بلخوا د کونړ امنیه قومندان ډګروال محمد یوسف مظلومیار هم نن آزادي راډیو ته وویل چې په مرورې، غازي آباد او دانګام ولسوالیو کې دوه پولیس د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول.

د دواړو ولایتونو چارواکو په دې پېښو کې وسله والو مخالفینو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی، خو دقیقه شمېره یې نه ده ښودلې.

تر اوسه طالبانو د یادو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.