بامیان چارواکي: ۴۵ زره کورنۍ بېړنیو خوارکي توکو ته اړتیا لري

ارشیف

د بامیانو د اقتصاد ریاست وايي، په دې ولایت کې ۴۵ زره کورنۍ بېړنیو خوارکي توکو ته اړتیا لري.

د بامیانو د اقتصاد رئیس عزیز الله متین نن ازادي راډیو ته وویل، سږکال د کرنیزو محصولاتو تولید د پام وړ کم شوی او لاسي صنایع او همداراز یو شمېر نورو خصوصي سکټورنو هم خپل فعالیت د کرونا ویروس له امله کم کړی.

د خپاره شویو راپورونو له مخې په دې ولایت کې تر دا مهاله هېڅ یو تولیدی فابریکه شتون نه لري.

د دې ولایت اقتصاد ریاست چارواکي له افغان حکومت غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې روان حالت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلی متین ګواښ کوي که بامیان ولایت ته جدي پاملرنه ونشي د هوا به سړېدو سره به د خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرې شي.