سویتلانا تیخانوفسکایا په بیلاروس کې خپلو پلویانو ته نوې لارښوونه کړې

بلاروس کې د لاریون کوونکو یو انځور

د بیلاروس د ولسمشرۍ په شویو ټاکنو کې د الکساندر لوکاشینکا اصلي سیالې سویتلانا تیخانوفسکایا، له خپلو پلویانو غوښتي چې له خپلو رایو دفاع وکړي.

نوموړې پرون له لیتوانیا څخه په یو ویډیويي پیغام کې د اونۍ د پای په رخصتیو کې د اعتراضونو پر دوام ټینګار وکړ.

اغلې تیخانوفسکایا همدارنګه زیاته کړه چې د اعتراض کونکو په وړاندې زور زیاتی د منلو نه دی.

هغې زیاته کړه: "موږ باید د بیلاروس په ښارونو کې تاوتریخوالی ودروو، زه له چارواکو غواړم چې زورزیاتی بس کړي او خبرې اترې پیل کړي."

په بیلاروس کې د اعتراضونو پر مهال شا او خوا شپږ زره او اوه سوه کسان نیول شوي دي.

د بیلاروس د کورنیو چارو وزارت پرون د ۲ زره کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.