د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د لوی درستیز ستر جنرال محمد ياسين ضياء په حضور کې پوځي تطبیقات وشول.
دغه تطبیقات د ګوشتې ولسوالۍ په «ګوڅړۍ» سیمه کې پرون جمعه شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو تطبیقاتو کې پلیو، کمانډو، ضربتي، پولهساتو او هوايي ځواکونو برخه درلوده.
دا تطبیقات په داسې حال کې کېږي چې پرون په مرکز جلالاباد کې لسګونه مدني فعالانو او د دغه ښار اوسېدونکو د پاکستان خلاف لاریون وکړ.
دوی اعتراض درلود چې پر ډیورند کرښه د پاکستان لهخوا اغزن سیم غځول شوی، د افغانستان په خاوره کې دننه تأسیسات جوړ شوي او تحرکات زیات شوي، خو حکومتي چارواکي چوپه خوله دي.