کاپیسا کې د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان او دوه ساتونکي یې ووژل شول

د افغانستان په عمومي نقشه کې کاپیسا ولایت

په کاپیسا ولایت کې د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.

په پېښه کې چې پرون جمعه په تګاب ولسوالۍ کې شوې ده، څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، لومړی وسله‌والو طالبانو د تګاب ولسوالۍ پر ودانۍ حمله وکړه چې وروسته د ملي اردو له مقاومت سره مخامخ شول.

ښاغلي شورش وویل چې دغې حملې څو ساعته دوام وکړ.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.