څو زره کسان د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د حکومتي ودانۍ مخې ته په اعتراض راټول شول.
دوی په دغه هېواد کې د تېرې یکشنبې د ولسمشرۍ په لانجمنو ټاکنو کې د کارول شویو رایو بیا شمېرنه غواړي.
په دغو ټاکنو کې الکساندر لوکاشینکا ته زمینه برابره شوه چې د شپږمې دورې لپاره د دغه هېواد ولسمشر شي.
دا موضوع په ملي سطحه د پراخو مظاهرو سبب شوه چې امنیتي ځواکونو یې د غلي کولو لپاره سخت اقدامات کړي دي.
د لوکاشینکا په وړاندې عمده کاندیده، د بلاروس د اپوزېسیون کاندیده سویتلانا څیخانوفسکایا ګڼل کېدله چې د نتایجو تر اعلان وروسته لتوانیا ته لاړه.
هغې پرون له لتوانیا په یوه وېډيويي پیغام کې وویل: "اړتیا ده چې موږ د بلاروس په ښارونو کې تاوتریخوالی ودروو. زه له چارواکو غواړم چې دا لړۍ بنده او ډیالوګ پیل کړي."
په منسک کې د پروني اعتراض مشري کارګرانو کوله او په نا تأیید شویو راپورونو کې یې شمېر شااوخوا ۲۰زره ښوول شوی دی.