عارف علوي: هند کې د سولې غوښتونکي یو، خو کشمیر یوازې نه‌شو پرېښودی

عارف علوي

د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي وايي په هند کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي، خو هېواد یې کشمیر یوازې نه‌شي پرېښودلی.

علوي د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۳ کلیزې په مناسبت په وینا کې دا مسئله یاده کړې ده.

ښاغلی علوي زیاتوي: "هند زموږ ګاونډ هېواد دی. موږ هلته د سولې او ثبات غوښتونکي یو، خو که چېرته دا هېواد هڅه وکړي چې وضعیت کړکېچن کړي او مسایل له پامه وغورځوي، یو اندېښمنوونکی کار به وي ځکه که زموږ ګاونډ کې داسې کار وشي پاکستان ته زیان رسېږي."

هند او پاکستان دوه سیال هېوادونه دي چې د کشمیر د مسئلې په سر یې درې واره جګړه کړې.

دوی دواړه د کشمیر د مالکیت دعوې کوي.