'د طالبانو له مړو سره د افغان پوځیانو پر ناوړه چلند' د یوناما اعتراض

یوناما

د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما ویلي په خواله رسنیو د وېډیوګانو له مخې چې ظاهراً ښکاروي افغان پوځیان د طالبانو له مړو سره ناوړه چلند کوي، ډېر ټکان ورکوونکی دی.

یوناما پرون په خپل ټویټر زیاته کړې دا چې د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه د تحقیقاتو د پيل خبره کړې هیله ده دا څېړنې چټکې او ازادې وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت ټینګار کړی که چېرته جرم ثابت شي باید مجرمین وپېژندل شي او حساب کتاب ورسره وشي.

د افغانستان دفاع وزارت پرون اعلان وکړ په ټولنیزو شبکو کې د خپرې شوې وېډیو په اړه چې ظاهراً امنيتي سرتېري له نیول شویو جسدونو سره ناوړه چلند کوي، خبر شوي.

دفاع وزارت ویلي دا موضوع په جدي توګه څېړي او که ثابته شي دا د ملي اردو منسوبین دي د افغانستان له قوانینو سره سم به له سرغړوونکو سره چلند وشي.

د طالبانو ډلې هم د افغانستان د پوځ په لاس د خپلو جنګیالیو له مړو سره په ناوړه چلند جدي اعتراض کړی دی.