افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو د یوې برخې په توګه د سلګونه طالب وسلهوالو خوشې کول د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ بللی دی.
ولسمشر غني پرون د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو شورا له لوري په یوه جوړه شوې انلاین غونډه کې ګډون کړی او دا خبرهیې یاده کړې ده.
ښاغلی غني زیاتوي: "لېست به احتمالاً موږ دواړو، تاسو او نړۍ ته خطر پېښ کړي. ځکه په دې لېست کې د مخدره موادو قاچاقبران او سخت مجرمین شامل دي، خو دا اقدام مو ضروري وباله او د لویې جرګې تر اجماع وروسته ما اړوند اسناد لاسلیک کړل."
ښاغلي غني زیاته کړې د سولې په ترلاسه کولو ټولو اجماع درلوده، نهیې د قیمت په اړه هغه بیه چې د ده په خبره لویه برخهیې ادا شوه.
د راپورونو په اساس د طالبانو له ۴۰۰ خوشې کېدونکو بندیانو یو ۱۵۰ په اعدام محکوم دي.
طالبانو ویلي د ۴۰۰ بندیانو په خوشې کېدو سره بینالافغاني خبرې کوي.