د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» له خلکو غوښتي چې د خوراکي موادو له لارې په کرونا ویروس له اخته کېدو څخه دې نهوېرېږي. په دې اړه اندېښنې وروسته له هغه رابرسېره شوې چې چینايي څېړونکو وویل، د دې ویروس نښې یې په خوراکي موادو او د هغو په بستو کې موندلي دي.
د «WHO» د بېړنيو مرستو د پروګرام مشر مایک راین پرون ماښام په ژنیو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې خلک دې له خوړو، د خوړو د موادو له بستو او پروسس شویو او په سفارش راغوښتل شویو خوړو څخه نهوېرېږي.
د ښاغلي راین په وینا داسې کوم سند نهشته چې وښيي خوراکي مواد یا د خوراکي موادو د تولید ځانګړې کړۍ به د کرونا ویروس په سرایت کې لاس لري.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په ټوله نړۍ کې د مړینو شمېر له اوو لکو اوښتی او ۲۰،۷ میلیونi کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
د ټولو مړینو له درېیو نږدې یوه برخه د لاتینې امریکا او کارابین د حوزې په هېوادونو کې چې په سر کې یې مکسیکو او برازیل دي، پېښې شوي.