امریکا کنفوسیوس انسټټیوټ ته د بهرني مأموریت حیثیت ورکړی

د امریکا بیرغ

متحده ایالاتو د کنفوسیوس انسټټیوت ته چې د چین حکومت‌یې تمویلوي، د بهرني مأموریت حیثیت ورکړی.

اټکل کېږي چې دا اقدام به د واشنګټن او پیکېنګ اړیکې چې هسې هم ترینګلې دي، لازیات کړکېچنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د اګسټ په ۱۳مه په یوه بیان کې وویل، په امریکا کې د کنفوسیوس انسټټیوت مرکز هغه مؤسسه ده چې د پیکېنګ د نړیوال تبلیغاتي کمپاین لپاره کار کوي او د امریکا په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د بدو اهدافو لپاره د نفوذ هڅه کوي.

پومپیو ویلي د چین د خلکو جمهوریت د امریکا له ازادۍ څخه د پراخو تبلیغاتو او په دې هېواد کې د خپل نفوذ د پراختیا په مقصد ناوړه ګټه اخیستې ده.

امریکا په جولای میاشت کې په هیوسټن ښار کې د چین قونسلګري وتړله او چین د ځوابي اقدام په توګه په چینګدو ښار کې د امریکا قونسلګري بنده کړه.