چارواکي: طالبانو ارزګان کې دوه ماشومانې نجونې وژلي

د ارزګان ترینکوټ ښار یوه برخه

د ارزګان امنیتي چارواکي پر وسله‌والو طالبانو تور لګوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې دوه ماشومانې نجونې وژلې دي.

د ارزګان امنیه قوماندان سمونوال شفیق‌الله سهار نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو پرون ماښام د مرکز ترينکوټ اړوند خانقاه سيمه کې هغه دوه ماشومانې نجونې په ډزو ووژلې چې په خپله ځمکه کې یې بادام ټولول.

ښاغلی سهار زیاتوي: "دا ماشومانې د بادامو ټولولو ته تللې وې چې ظالمانو انداخت پرې کړی او شهیدانې کړې یې دي. دوی نه ښځو ته ګوري نه ماشومانو ته، نه کشرانو او نه مشرانو ته."

د سمونوال سهار په وینا وژل شوې نجونې یوه اووه کلنه او بله نهه کلنه وه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.