د افغانستان ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۷ تنه وسلهوالو مخالفینو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د ملي اردو یو اکمالاتي کاروان د فاریاب د مرکز میمنې ښار له کمپ څخه د خواجه سبز پوش پر لارې روان وو چې په لاره کې یې له وسلهوالو طالبانو سره جګړه ونښته. د یو ساعته جګړې پر مهال ۳ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي."
ښاغلي رضایي وویل په دې نښتو کې د ملي پوځ اکمالاتي کاروان ته زیان نهدی رسېدلی او په خوندي ډول تر خپل مقصده ورسېد.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.