حمد الله محب: د دیني عالمانو امنیت د حکومت لومړیتوب دی

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي د هېواد د دیني عالمانو د امنیت ټینګښت د حکومت لپاره په لومړیتوبونو کې راځي.

حمد الله محب دا خبره د پنجشنبې په ورځ د دیني عالمانو د خوندیتوب کمېټې په لومړنۍ غونډه کې وکړه.

د ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي چې د دې کمېټې غونډې به په دوامداره توګه ترسره کېږي څو د دیني عالمانو د امنیت ټینګولو په اړه بحثونه وشي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دا کمېټه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سپارښتنې سره سم جوړه شوې ده.

په افغانستان کې د دیني عالمانو د خوندیتوب نشتوالي په اړه اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې په جون میاشت کې په پلازمېنه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات ملا امام مولوي ایاز نیازی او د شېرشاه سوري جومات ملا امام عزیز الله مفلح په دوو جلا چاودنو کې ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې د دغو پېښو په اړه هر اړخیزه ارزونه شوې، خو په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.