یوه لوړپوړي امریکایي ډیپلومات ویلي چې د دې هېواد د استخباراتو فدرالي اداره 'افبيای' به په بېروت کې د تېرې اوونۍ د خونړۍ چاودنې په اړه څېړنو کې د لبنان او نړیوالو سره یوځای شي.
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هیل د اګسټ پر ۱۳مه وویل چې د 'افبيای' پلټونکي به له لبناني چارواکو سره د هغې چاودنې په اړه څېړنو کې برخه ولري.
ښاغلي هیل دا څرګندونې په بېروت کې د چاودنې څېرمه سیمې ته د درې ورځني سفر پر مهال وکړې.
هغه وویل چې د امریکا د استخباراتو فدرال ادارې کارکوونکي به د لبنان په بلنه د دې پېښې د څیړني لپاره له نړیوالو پلټونکو سره یوځای شي.
د لبنان په پلازمېنه بېروت په یوه بندر کې د اګسټ پر څلورمه نږدې درې زره ټنه امونیم نایتریت وچاودېدل چې له کبلهیې څه باندې ۱۷۰ کسان ووژل شول، تر شپږ زره ډېر ټپیان شول او سلګونه زره نور بېکوره شول.
تمه ده دغه امریکایي ډیپلومات په لبنان کې د بنسټیزو سیاسي اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړي او هم به د هر هغه حکومت څخه د امریکا د ملاتړ لېواتیا څرګنده کړي چې رښتوني اصلاحاتو ته ژمن وي.