ټول بلاروس کې اعتراضونه ډېر شوي

بلاروس کې اعتراضونه

په ټول بلاروس کې سوله‌ییز اعتراضونه ډېر شوي دي.

خلکو د ولسمشرۍ انتخاباتو د رسمي پایلو په غبرګون کې اعتراضونه پیل کړي دي.

د دغو پایلو له مخې الکساندر لوکاشینکا یو ځل بیا د اکثرو رایو په اخیستلو سره د یکشنبې د ورځې انتخابات وګټل.

په همدې حال کې د بلاروس حکومت تر نړیوالو فشارونو لاندې دی چې تاوتریخوالی ختم او رامنځته شوی بحران هوار کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د متخصصینو یوې ډلې پرون د اعتراض کوونکو پر وړاندې د بلاروس د پولیسو اقدامات وغندل.

دغې ډلې ویلي چې د معترضانو او خبریالانو پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالي دوی په غصه کړي دي.

هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بلاروس پر حکومت فشارونه ډېر کړي څو د دې هېواد پر وګړو له تاوتریخوالي لاس واخلي.