مکسیکو او ارجنتاین په پام کې لري د راتلونکي کال تر لومړیو پورې د لاتینې امریکا لپاره د کرونا واکسین ولري.
د مکسیکو حکومت د پنجشنبې په ورځ په دې اړه وویل چې دوی غواړي دا کار د درمل جوړونې له یوه شرکت استرازینیکا سره د موافقې پر اساس مخته یوسي.
د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپز یوې خبري غونډي ته وویل چې ټول به دې واکسین ته وړیا لاسرسی ولري.
په مکسیکو کې ۵۵ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
د استرازینیکا مکسیکویي استازي سیلفیا واریلا ویلي چې د واکسین فعال عنصر به په ارجنتاین کې جوړ او مکسیکو ته به لېږل کېږي او هلته به واکسین ټولې سیمې ته د انتقال لپاره بشپړ شي.
په برازیل کې چې څه باندې ۱۰۰ زره کسان پهکې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي، له برېتېش-سویدیش درمل جوړولو کمپنۍ سره یو جلا تړون لري.
مکسیکو وایي له روسیې څخهیې د هغه هېواد د کرونا ضد نوي ویروس په اړه د نورو کلینیکي معلوماتو غوښتنه کړې ده.
روسیې روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د کرونا ضد واکسینیې بریالی دی.