افغان حکومت: له طالبانو سره پر هره مسئله مذاکره کوو، خو باج نه‌ورکوو

ارګ

د افغانستان حکومت وايي، له طالبانو سره پر هره مسئله مذاکره کولای شي، خو باج نه‌شي ورکولی.

د ولسمشر د ستراتېژیکو چارو او عامه اړیکو سلاکار وحید عمر نن (د اګسټ په ۱۳مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دوی مرکچي پلاوی چمتو دی.

وحید عمر وویل: "زموږ پلاوی په ټولو مسئلو له طالبانو سره خبرو ته تیار دی، خو داسې نه‌شو کولای چې له طالبانو سره به په خبرو کې ناست یوو او په فراه کې به چاودنه کېږي او بیا طالب راته ووایي چې دا خبره مې ومنه که نه بله چاودنه کوم."

دا لا دقیقه نه‌ده څرګنده شوې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو خبرې په کومه ورځ پیلېږي، خو حکومت ویلي چې پلاوی یې تیار دی. د افغانستان حکومت د طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی چې ۲۱ غړي لري برابر کړی دی. په دې کسانو کې پنځه ښځې دي.