د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې نامعلومو وسلهوالو نن سهار یوې لېسې ته اور ورته کړ.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، د ابو عثمان تالقاني لېسې ته چې د ښار په زړه کې او امنیه قوماندانۍ ته نږدې ده، اور ورته کړل شوی او په ترڅ کې یې د دې لېسې ودانۍ، اسناد او رسمي مکتوبونه سوځېدلي دي.
هغه زیاته کړه: "زموږ د تحقیقاتو ټیم اوس پلټنه پیل کړې، اطفائیه هم په موقع هلته ورسېده او اور یې مړ کړ."
په دې لېسه کې شااوخوا ۳ زره زدهکوونکي درس وایي.
دا په تخار ولایت کې درېیم ښوونځی دی چې د نامعلومو وسلهوالو له لوري سوځول کېږي.