علوي: پاکستان له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو ته زیات اهمیت ورکوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، هېواد یې له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو ته تر ټولو زیات اهمیت ورکوي.

د پاکستان ولسمشر دا خبره د افغانستان له سفیر عاطف مشعل سره د خدای پامانۍ په مهال وکړه.

په اسلام‌اباد کې د سفیر په توګه د ښاغلي مشعل کاري دوره پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان ولسمشر همداراز وویل، هېواد یې بشپړ ژمن دی چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.