پاکستان د نړیوالې څارنې له لېسته د وتلو هڅه پیل کړې

د پاکستان بیرغ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، هیله لري چې د دغه هېواد په پارلمان کې د ترورېزم د ځپلو او د پیسو د سپینولو د مخنیوي لپاره د دوو نویو لایحو تصویب به سبب شي چې پاکستان د نړیوالې څارنې له لېسته ووځي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیبلي فراز دا خبرې څو ساعته وروسته له دې وکړې چې د دغه هېواد ملي جرګې دوه لایحې تصویب کړې څو هغه هدفونه پوره کړي چې پاریس مېشتې 'اېف.اې.ټي.اېف' ډلې په فبرورۍ کې ټاکلي وو.

دا ډله د ترورېستانو مالي سرچینې څاري.

دې ډلې په فبرورۍ میاشت کې ویلي و چې پاکستان له ۲۷ ګامونو څخه ۱۴ اخیستي خو لازمه ده چې د پیسو د انتقال د څارلو لپاره نور اقدامات وکړي او د ترورېستانو د مالي چارو په اړه پلټنې وکړي.