د فرانسې ولسمشر له پوتین سره د بلاروس او لبنان په اړه خبرې وکړې

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بلاروس او لبنان په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

مکرون پرون همداراز د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له تهرانه‌یې وغوښتل چې په لبنان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

ایران د حزب‌الله د وسله‌والې سخت دریځې ډلې له لارې په لبنان کې نفوذ لري.

خو له پوتین سره مکرون په بلاروس کې له انتخاباتو وروسته پر تاوتریخوالي او د بېروت له ویجاړوونکې چاودنې وروسته د لبنان پر وضعیت د نظر تبادله وکړه.