په روسیه کې د یوټیوب یو بلاګر چې له صنعتي سیمو یې وېډیوګانې اخیستې وې، نیول شوی دی.
د مسکو یوې محکمې پرون اندري پيژ په دې محکوم کړ چې په ناقانونه ډولیې دولتي اسرار ترلاسه کړي دي.
ټاکل شوې دغه بلاګر چې یوټیوب چینلیې اته لکه فالورز یا تعقیبوونکي لري، په اته کاله بند محکوم شي.
د روسیې کومیرسانت ورځپاڼې راپور ورکړی چې تورن کس د ویډیو اخیستنې پر مهال له متروکه پناه ځایونو او د اټمي وسلو د خبرداري له یوه فعال رادار مرکز نه لیدنه کړې ده.