پومپیو: واشنګټن غواړي د بلاروس اوسېدونکي د انتخاباتو ښه نتیجه وویني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بلاروس د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو په اړه ویلي، واشنګټن د دې غوښتونکی دی چې د بلاروس اوسېدونکي د انتخاباتو ښه نتیجه وویني.

مایک پومپيو پرون له ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د بلاروس د ټاکنو عواقب‌یې تعقیب کړي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ د هغه څه په اړه خواشیني یو چې پېښ شوي دي، موږ له تاوتریخوالي ډک چلند وکوت، له سوله‌ییزو اعتراض کوونکو سره داسې چلند وشو چې د هغوی له کار سره مناسب نه‌و."

په بلاروس کې د تېرې یکشنبې په ورځ د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د درې پرله‌پسې شپې مظاهرې وشوې. اعتراض کوونکي ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.

د مظاهرو پر مهال زرګونه کسان نیول شوي او لسګونه نور بیا له پولیسو سره اخ‌وډب کې ټپيان شوي دي.

هلته د ټاکنو پایله کې الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان شوی.