د مقدونیا پولیس وایي، دوه بېلابېلو عملیاتو کې یې ۱۴۸ هغه کډوال نیولي چې په ناقانونه توګهیې سفر کاوه.
اسوشیټډ پرس د پولیسو په حواله ویلي، دغو کډوالو کې چې په بار وړونکو موټرو کې پټ شوي وو، ۱۰ افغانان هم شامل دي.
پاته نور کډوال د پاکستان، هند، مصر، سوریې، بنګلهدېش، ایران، سومالیا او فلسطین اتباع یاد شوي دي.
په دغو کډوالو کې چې د مقدونیا په مرکزي او شمالي برخو کې پولیسو ته په لاس ورغلي، ۲۹ ماشومان هم شته.
پولیسو د دغو کډوالو د قاچاق په تور دوه مشکوک کسان هم نیولي دي.
دغو کډوالو غوښتل یونان ته واوړي چې اوس د مقدونیا د کډوالو یوه کمپ ته لېږدول شوي دي.