افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۵ نوې پېښې ثبت شوي

د پولیو له امله ماشوم فلج شوی

په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت یوه مسؤل محمد صدیق د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، دا پنځه واړه پېښې پرون په جنوبي ولایتونو کندهار او زابل کې ثبت شوې دي.

افغانستان کې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د ګوزڼ ضد واکسین د کرونا وبا د خپرېدو له کبله درول شوی و، خو اوس تازه بېرته پيل شوی دی.

په افغانستان کې د مارچ له میاشتې راهیسې د پولیو ۳۴ پېښې ثبت شوې دي.

په ټوله نړۍ کې یوازې افغانستان او ګاونډی پاکستان‌یې د پولیو ویروس لري.