بهرنیو چارو وزارت: مسکو کې د افغان سفیر مأموریت پای عادي اداري بهیر دی

په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې د افغان سفیر لطیف بهاند د مأموریت پای یو عادي اداري بهیر دی.

دغه وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی بهاند کابل کې پر یوې نوې دندې ګمارل کېږي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان دولت له روسیې سره خپلو ښو او مخ پر ودې اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او نږدې راتلونکي کې به دغه هېواد ته بل سفیر ولېږي.

له دې وړاندې په روسیه کې ډیپلوماتیکو سرچینو ازادي راډیو ته منلې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني له مسکوه خپل سفیر ورغوښتی دی.

دغو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، په مسکو کې د سفارت سرپرستي بل افغان ډيپلومات همایون محتاط ته سپارل شوې ده.

لطیف بهاند د څو کلونو لپاره په مسکو کې د افغان دولت فرهنګي اتشه پاته شوی او د ۱۳۹۷ کال د لړم له میاشتې راهیسې په روسیه کې سفیر و.