دوه ولسي وګړي د سرپل د سانچارک ولسوالۍ کې په هغه برید کې وژل شوي چې چارواکي وايي طالبانو کړی.
د سانچارک ولسوال، نقیبالله دقیق نن (د اګست ۲۲مه) د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په وژل شویو کې یو ۱۳ کلن هلک هم شامل دی.
نقیبالله دقیق زیاتوي: "یو ۱۳ کلن بزګر هلک چې شفیعالله نومېده، سږ کال د اسد په ۲۰مه د وسلهوالو طالبانو په ماین الوتی و، روغتون ته په لاره کې د خواجه سرخ په سیمه کې، وسلهوالو طالبانو بیا حمله ورباندې کړې، هغهیې له یوه خپلوان سره تښتولی او پرون ماښامیې دواړه په مرمیو غلبېل کړي دي."
د سانچارک ولسوال وویل چې دوهم ملکي وګړی چې په دې پېښه کې وژل شوی یو سپین ږیری سړی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.