افغان حکومت: طالبان دې د حکومت پاتې جنګي اسیران خوشې کړي

ارشیف، قطر کې یو شمېر طالبان

افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو غوښتنه کوي چې له دوی سره د حکومت پاتې جنګي اسیران دې خوشې کړي.

په امنیت شورا کې د ملکي خلکو د خوندیتوب د برخې مشر، انتظار خادم نن (د اګسټ په ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د هغو ۴۰۰ بندیانو چې د هغه په وینا حتی په قانوني ډول د خلاصون وړ نه‌و، د خلاصولو د پلان د عملي کولو چارې پيل شوې دي.

انتظار خادم وايي: "هغوی باید زموږ بندیان راخوشې کړي، که د هغوی بندیان کورنۍ لري، زموږ بندیان هم کورنۍ لري، که د هغوی بندیان د خوشې کېدو لپاره رهبري لري، زموږ بندیان هم رهبري لري او دا به تعقیب کړي."

طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د خپلو ۵،۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو شرط وړاندې کړی و، تر اوسه د هغوی ۴،۶۰۰ بندیان د حکومت له زندانونو او توقیف ځایونو خوشې شوي دي.

وسله‌والو طالبانو ویلي د حکومت تر زر تنو زیات بندیان‌یې خوشې کړي، هغه شمېر چې د دوحې د تړون له مخې یې دوی خوشې کېدو ته ژمن وو.

انتظار خادم ونه‌ویل چې طالبانو سره څومره حکومتي اسیران لا هم پاتې دي.

نوموړي وویل، ۴۰۰ طالب بندیان به زر خوشې شي او د خوشې کېدو چمتووالی یې روان دی.