پکتیا کې د مچلغو بند د جوړېدو په چارو نیوکې زياتې شوي

د مچلغو بند

په پکتیا کې د مچلغو بند په چارو نیوکې.

د پکتیا له مرکز څخه ختیځ لور ته په شااوخوا ۱۴ کیلو مترۍ کې پراته د احمدابا ولسوالي، چېرته چې مچلغو بند جوړیږي.

له احمدابا ولسوالۍ شمالي لوري ته، چېرې چې پراخه دښته او ګڼ کلي موجود دي، نږدې پنځه کیلو متره مزل وروسته د مچلغو کلی راځي، د دې کلي په بر سر کې د دوو لویو غرونو په منځ دره کې یاد بند جوړيږي.

له دې بنده د غرونو په څنډه کې دوه کانالونو غځیږي، چې یو یې د سید کرم ولسوالۍ په لور او بل یې هم د احمدابا ولسوالۍ د ځمکو خړوبولو لپاره جوړیږي.

د دې بند چارې د پلان مطابق په څلورو کالونو کې بشپړیږي، خو د سیمې خلک یې چارې پڅې بولي او وایي، په ځینو برخو کې له بې کیفیته موادو هم ګټه اخیستل کېږي او ځینې وختونه یې چارې ودرېږي.

د پروژې مسؤل جاوید احمد هجرت وایي، د بند د جوړیدو چارې د پروپوزل سره سمې په ښه کیفیت روانې دي.

د مچلغو د بند چارې چې په تېرو څو کلونو کې درې ځله پیل شوې، خو بېرته د امنیتي ستونزو له امله په ټپه ودریدې.

دا ځل یې د جوړېدو چارې د ارګ عملیاتي ادارې په لاس کې اخیستې او تر اوسه د دې بند ۹ سلنه کار پر مخ تللی.

د دې پروژې د مسؤلینو په خبره دا بند به د ۲۳۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو او تر ۴۰۰ کیلوواټه برښنا د تولید ظرفیت ولري.