په ننګرهار کې له ښځو او کوچنیانو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په هدف د عامه پوهاوي کمپاين پيل شو.
دا کمپاین د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد او ولسواليو کې د ښځو چارو رياست پیل کړی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې د ښځو چارو د رئیسې فتانه عزيز له قوله ویلي چې په جلال اباد ښار او ۱۳ ولسواليو کې يې د کم عمره نجونو د ودولو او همداراز د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ښځو او نارينه وو ته عامه پوهاوی پيل کړی چې نورو ولسواليو ته به هم وغځول شي.