فاریاب کې د طالبانو یو ځايي قومندان له حکومت سره یو ځای شو

د فاریاب ولایت نقشه

د فاریاب ولایت چاراکي وايي، د طالبانو یو ځايي قومندان چې له کلونو راهیسې يې د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله، له حکومت سره یو ځای شو.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډيو ته وویل، دغه کس او د ده تر قوماندې لاندې لسو نورو کسانو د دوشنبې په ورځ خپلې وسلې پر مځکه کېښودې.

ملا سید عزت‌الله له پنځو کلونو راهیسې پر شاهراه نمبر یک، خواجه سبز پوش، شیرین تګاب، دولت اباد، چهار ګانه اندخوی او پښتون کوټ کې تروریستي فعالیت کاوه او ډېری وختونه یې پر شاهراه نمبر یک پر اکمالاتي قطارونو چریکي حملې کولې او پر سړکونو یې ماینونه هم ښخول.

د طالبانو دغه ځايي مشر په داسې حال کې له حکومت سره یو ځای شو چې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته نوې هیلې رامنځته شوي دي.