ولسمشر غني: د سولې مذاکرات باید ژر تر ژره پیل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې مذاکرات باید ژر تر ژره پیل شي.

ښاغلي غني دا خبره پرون د افغان حکومت د سولې له مذاکره کوونکي پلاوي سره د لېدو پر مهال وکړه.

د جمهوري ریاست د خبرپاڼې پر اساس ولسمشر غني زیاته کړې، د څلور سوه طالب زندانیانو د را خوشې کېدو د فرمان تر لاسلیک وروسته د خلکو تمه دا ده چې نور باید د دولت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د پيل لپاره هېڅ بانه او خنډ نه‌وي.

ښاغلي غني د دغو زندانیانو، چې د حکومت په وینا لویې جرمي دوسیې لري، د راخوشې کولو فرمان د دوشنبې په ورځ لاسلیک کړ.

طالبانو دا ادعا رد کړې او د مذاکراتو تر پیل مخکې يې د دغو زندانیانو د راخوشې کېدو غوښتنه کړې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت لوړپوړي سلاکار عزیزالله فضلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سولې حکومتي مذاکره کوونکی پلاوی به د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه قطر ته لاړ شي.

د افغان چارواکو په وینا، قطر کې چې د طالبانو سیاسي دفتر دی، د بین‌الافغاني خبرو د لومړي پړاو کوربه وي.