جوبایډن 'کامالا هریس' خپله مرستیاله ټاکلې

ښي لور ته کامالا هریس او چپ لور ته جوبایډن

د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن اعلان کړی چې سناتوره کامالا هریس یې د خپلې مرستیالې په توګه ټاکلې ده.

مېرمن هریس ۵۵ کلنه ده او لومړۍ تورپوستې ښځه ده چې د امریکا په تاریخ کې پر یوه لوی ټاکنیز ټکټ ټاکل شوې ده.

جوبایډن پرون پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل: "ډېر ویاړ کوم چې هریس د خپلې مرستیالې په توګه اعلانوم."

ده مېرمن هریس یوه زړه وره مبارزه بللې ده.

جوبایډن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د نومبر میاشتې په ولسمشريزو ټاکنو کې سیالي کوي.