پوتین: روسیې د ګټنې په هدف د کویډ۱۹ یو واکسین ثبت کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د کرونا ویروس یو واکسین چې په روسیه کې جوړ شوی، د استفادې په هدف ثبت شوی دی.

دا اقدام پر دې سربېره شوی چې یاد واکیسن په پراخه کچه نه دی تجربه شوی او په علني توګه یې په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي.

پوتین دا اعلان د سې شنبې په ورځ (د اګست په یوولسمه نېټه) په یوه حکومتي غونډه کې وکړ.

ده وویل چې د روسیې جوړ د کرونا ویروس ضد واکسین د تجربې پر مهال اغېزناک ثابت شوی او د کرونا ویروس پر ضد په بدن کې اوږدمهاله مقاومت رامنځته کولای شي.

که څه هم روسیه لومړی هېواد دی چې واکسین یې ثبت کړی، په روسیه کې دننه او له دې هېواده دباندي ساینسپوهانو ورباندي انتقاد کړی دی.

دوی پر انسانانو د درېیم پړاو تجربې تر بشپړېدو او د خپلواکو روغتیايي متخصصانو تر څار مخکې د واکسین د ثبت پر پرېکړه پوښتنه پورته کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په درېيم پړاو کې عموماً زرګونو کسان شامل وي چې څو میاشتې دوام کوي.

ویل کېږي روسی واکسین پر څه کم سلو کسانو تجربه شوی دی.

د امریکا د روغتیا وزیر الیکس ازار وویل چې د اخري پړاو تجربه د واکسین یوه مهمه برخه ده.

ده وویل چې امریکا پر سم لور روان دی او د سږ کال تر پایه به یو اغېزناک واکسین جوړ کړي.