د بیلاروس په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګټونکي اوسني ولسمشر الکساندر لوکاشینکا مخالفه کاندیده سویتلانا څيخانوس کایا له بیلاروسه وتلې او لیتوانیا ته تللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په منسک کې درېیمه شپه هم د ټاکنو د نتایجو پر وړاندې لاریونو دوام کړی او د پولیسو د لوی شمېر حضور په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
سویتلانا ویلي چې په ولسمشریزو انتخاباتو کې درغلي شوې ده.
لیتوانیا ته د دې د تګ په اړه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر لیناس ینکې ویڅيس پر خپله ټويټر پاڼه پرون د اګست په یوولسمه نېټه لیکلي دي.
د دوشنبې په ورځ (د اګست په لسمه نېټه) د بیلاروس مرکزي انتخاباتي کمېسیون اعلان وکړ چې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا اکثریت رایو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
سویتلانا د ټاکنو نتایج تقلبي وبلل او وېې ویل چې ځان د ټاکنو ګټونکې ګڼي.