د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن پراګ ته ورسېد

مایک پومپیو پراګ ته د رسېدو پر مهال.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د مرکزي اروپا د پنځه ورځني سفر په لړ کې نن د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته ورسېد.

د ده د خبرو په اجنډا کې د «5G» انټرنټي شبکې په جوړولو کې د چین د رول په اړه بحثونه شامل دي.

مایک پومپیو به دوه ورځې په چک جمهوریت کې تېروي بیا به سلووېنیا، اتریش او پولنډ ته ځي چې هلته د ځینو هغو امریکايي پوځیانو هرکلی وکړي چې له جرمني په وتو دي.

د پومپیو هڅو یو هدف دا دی چې هېوادونه وهڅوي څو د چین د ټکنالوژۍ له کمپنۍ هواوې سره همکاري ونه‌کړي.

واشنګټن دغې چینايي کمپنۍ ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري او وايي د انټرنټ په پنځم نسل یا «5G» کې یې مخکښ رول اخیستی دی.

پومپیو به په عین حال کې اروپا هم وهڅوي چې د روسیې پر انرژۍ خپله اتکا کمه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به سبا د چک جمهوریت له صدراعظم اندري بابیش سره تر کتنې مخکې د چک او امریکا د ټکنالوژۍ کمپنیو له غړو سره د «5G» په اړه وګوري.