بخښنې سازمان: د طالب بندیانو خوشې کول د اندېښنې وړ اقدام دی

ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د بندیانو خوشې کول د اندېښنې وړ اقدام دی.

دغه سازمان نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسه باید شفافه وي او د جګړې د قربانیانو موضوع باید له پامه ونه‌غورځول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د سولې پروسه باید د سولې استازیتوب وکړي او د جنګي جنایتونو حساب کتاب هم په‌کې شامل وي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

دا وروسته تر هغې چې مشورتي لویې جرګې د دغو بندیانو پر خوشې کولو موافقه وکړه.

له دې سره به د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵،۰۰۰ ته ورسېږي او حکومت تمه لري چې د بین‌الافغاني مذاکرو پیل ته به زمینه برابره شي.