ننګرهار کې ۸ افغان ځواکونه وژل شوي

ارشیف، ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

په ننګرهار ولایت کې ۸ تنه پوځیان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه په پچیراګام ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو حمله وه.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي یې د مرګ‌ژوبلې په اړه وویل: "د پچیراګام ولسوالۍ ګریخېلو سیمه کې تېره شپه د وسله‌والو طالبانو له لوري د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوستو د برید له امله ۶ سیمه‌ییز پولیس شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي."

د والي ویاند وايي په بله پېښه کې په نازیانو ولسوالۍ کې د لشکر اسلام وسله‌والې ډلې وسله‌والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د سیمه‌ییزې اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د دواړو پېښو په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه‌ده کړې.