پکتیا کې د دېوال نړېدو ۴ ماشومان مړه کړي

د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت

د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د دېوال د نړېدو په پېښه کې ۴ ماشومان مړه شوي دي.

د پکتیا د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس شادیم خان هلال ازادي راډیو ته وویل، د یوه کور دغه دېوال نن ماسپښین د سختو اورښتونو له کبله نړېدلی دی.

ښاغلی هلال وايي په دې ولسوالۍ کې یو سپین ږیری د سېلاب په نتیجه کې مړ شوی دی.

د پکتیا چارواکي وايي په تېرو څلورو ورځو کې د اورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۴ کورونه کاملاً تخریب شوي دي.