افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو د ساتنې لګښت ۵۰ سلنه کموي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

د افغانستان حکومت کابینې پرېکړه کړې چې د لوړپوړو چارواکو لګښتونه ۵۰ سلنه راکم کړي.

لوړپوړي چارواکي (رجال برجسته) د حکومت اوسنیو او پخوانیو چارواکو او سیاسي رهبرانو ته ویل کېږي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاندې درانۍ جاوېد وزیري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۲۱» ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه د کابینې د تېرې ورځې په غونډه کې شوې ده.

مېرمن وزیري زیاتوي: "د کابینې په غونډه کې چې تېره ورځ ترسره شوه او اړوند بنسټونو ته د ولسمشر له لوري هدایت ورکړل شو چې د سولې مشورتي لویې جرګې لګښتونه او د لوړپوړو چارواکو د ساتنې لګښتونو کې د سپما او نیمولو په خاطر او د زرهي موټرو د وېش لپاره پر تقنیني سند د بیا کتنې راپور ترتیب او خلکو سره دې شریک کړي."

درانۍ جاوېد وزیري

دا چې له دې وړاندې لګښتونه په کومه کچه و او اوس څومره مقدار ته راښکته شوي ارګ په دې اړه بشپړ جزئیات نه‌دي ورکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د لوړپوړو چارواکو د ساتنې له مشر نه بشپړ معلومات واخلو، خو له زیاتو اړیکو سره سره بیا هم چا موږ ته معلومات رانه‌کړل.

دا هم نه‌ده معلومه چې څومره اوسني او پخواني چارواکي د لوړپوړو چارواکو د ساتنې ځواک له ځان سره لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مشورتي لویې جرګې په لګښتونو له نیوکو وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل فېسبوک پاڼه ولیکل چې دولت په کلني ډول د لوړپوړو چارواکو د امنیت په ساتنې ۴،۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګوي.

د امرالله صالح په لیکنه کې دا هم ویل شوي و چې له بده مرغه دا لوړپوړي چارواکي له نیم زیات وخت د نظام په تضعیف تېروي.

وروسته له هغې چې څو کاله وړاندې په لوړپوړو چارواکو بریدونه زیات شول، حکومت د دوی د امنیت د ساتنې لپاره د (رجال برجسته) په نوم یو ځانګړی ځواک رامنځته کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی لګښتونو کې د سپما لپاره د کابینې له دې اقدام هرکلی کوي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي ازادي راډيو ته وویل: "کابینې چې د لوړپوړو چارواکو د ساتنې بودجې د کمولو پرېکړه کړې، ولسي جرګه‌یې ملاتړ کوي، له دې سره په خوا کې باید په نورو برخو کې هم سپما وشوي."

محمد مېرزا کټوازی

ښاغلی کټوازی وايي چې د ولسي جرګې یو غړی هم د لوړپوړو چارواکو د ساتنې له امتیازونو نه‌دي برخه‌من.

له دې وړاندې داسې نیوکې وې چې د لوړپوړو چارواکو د ساتنې له ځواک سره په خوا کې یو شمېر برحال او پخوانیو چارواکو ځیني امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوی او د دوی د کورنیو ساتنې لپاره له ځان سره ساتلي چې د جګړې لومړیو لیکو کې یې په نورو سرتېرو بوج زیات کړی.