د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د مرکزي اروپا د پنځه ورځني سفر په لړ کې نن د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته ورسېد.
د ده د خبرو په اجنډا کې د 5G انټرنېټي شبکې په جوړولو کې د چین د رول په اړه بحثونه شامل دي.
مایک پومپیو به دوې ورځې په چک جمهوریت کې تېروي بیا به سلووینیا، اتریش او پولنډ ته ځي چې هلته د ځینو هغو امریکايي پوځیانو هرکلی وکړي، چې له جرمني په وتو دي.
د پومپیو هڅو یو هدف دا دی چې هېوادونه وهڅوي څو د چین د ټکنالوژۍ له کمپنۍ هواوې سره همکاري ونه کړي.
واشنګټن دغې چینايي کمپنۍ ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري او وايي د انټرنېټ په پنځم نسل یا 5G کې یې مخکښ رول اخیستی دی.
پومپیو به اروپا وهڅوي، چې د روسیې پر انرژۍ خپله اتکا کمه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به سبا د چک جمهوریت له صدراعظم اندري بابیش سره تر کتنې مخکې د چک او امریکا د ټکنالوژۍ کمپنیو له غړو سره د 5G په اړه وګوري.