مصالحې شورا: بین‌الافغاني مذاکرو لپاره اجنډا ټاکل شوې

ارشیف

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د بین‌الافغاني مذاکرو لپاره اجنډا ټاکل شوې او ډېر ژر دغه مذاکرې پیل شي.

د افغانستان حکومت ویلي چې د دغو مذاکرو لومړی پړاو به په قطر هېواد کې وشي چې طالبان په‌کې سیاسي دفتر لري.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن ازادي راډیو ته وویل، په لومړنیو بحثونو کې به په افغانستان کې د دایمي اوربند پر ټینګښت خبرې وشي.

هغه زیاته کړه: "لومړنۍ اجنډا به په افغانستان کې د دایمي او سراسري اوربند اعلان وي چې په دې اړه به خبره کوو. زموږ تمه دا ده چې په دې برخه کې یوه توافق ته سره ورسېږو، ځکه اوربند د افغانستان د خلکو غوښتنه ده."

د افغانستان حکومت ویلي، د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره د حکومت ټاکل شوی هیئت پوره چتووالی لري.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ چې ورسره به د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵،۰۰۰ ته ورسېږي.

د دې بندیانو د خوشې کولو غوښتنه د یکشنبې په ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې په خپل پرېکړه‌لیک کې وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې چې دا بندیان په نږدې ورځو کې خوشې شي.