د بیلاروس په اعتراضونو کې يو کس وژل شوى

بيلاروس کې د ټاکنو د پایلو پر ضد د اعتراضونو يو انځور

بيلاروس د ولسمشرۍ د ټاکنو د رسمې پایلو د اعلان پرضد د اعتراضونو په ترڅ کې په پلازمېنه مينسک کې یو کس وژل شوی دی.

د بېلاروس د کورنیو چارو وزارت ويلي، دا معترض هغه مهال مړ شو چې په لاس کې یې نامعلومه چاودېدونکي مواد وچاودېدل.

د دې وزارت په وينا نوموړي هڅه کوله چې دا مواد د پوليسو خوا ته وغورځوي.

د راپورونو له مخې پوليسو د دې مظاهرو پر مهال پر معترضانو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ وکارول او لسګونه کسان يې ونيول.

د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ پولیسو شاوخوا زر کسان یوازې په پلازمېنه مينسک او ۳زره کسان په ټول هېواد کې ونیول.

د بېلاروس د ټاکنو کمېسیون د اګست پر نهمه اوسنی ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د دې هېواد د ولسمشر په توګه اعلان کړ. مظاهره چيان وايي چې دا ټاکنې له مخکې پلان شوې وې. لوکاشینکا په خپله د اګست پر ۱۰مه دا مظاهره چيان پسونه وبلل چې د ده په وینا له بهرنیو هېوادونو څخه د ټيلېفون له لارې اداره کېږي.

نوموړي ویلي چې له دې کسانو سره له پولنډ، بریتانیا او چک جمهوریت څخه ټیلېفوني اړیکې نیول شوي.