دفاع وزارت: زابل کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په زابل ولایت کې د طالبانو د حملو د شنډولو په عملیاتو کې ۱۹ تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو ویلي چې طالبانو غوښتل تېره شپه د میزانې ولسوالۍ پر ځینو سیمو حملې وکړي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله چې په ځوابي حملو کې ۱۶ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

طالبانو د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.