خیرخانه کې چاودنې یو تن وژلی او ۲ کسان ټپي دي 

د افغانستان نقشه

د کابل امنیه قومانداني د کابل ښار په ۱۱مه حوزه کې په یوه چاودنه کې د یوه تن د مړینې او دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یوه بیان کې وايي پېښه نن سهار وختي د خیرخانه مېنې د نوې پروژې پر سړک هغه مهال وشوه چې پر یوه پېک اپ موټر مقناطیسي بم وچاودېد.

ښاغلی فرامرز وايي چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي.