کورنیو چارو وزارت: یوه اوونۍ کې ۱۷۵ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په وروستۍ یوه اوونۍ کې په بېلابېلو بریدونو کې ۱۷۵ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېر ماښام د اګسټ ۱۰مه ازادي راډیو ته وویل چې دا تلفات د طالبانو په بریدونو کې اوښتي او له دې ډلې یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه زیاته کړه: "له اوربند وروسته او د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې زموږ ۱۷۵ ملکي هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. ۸۰ تنه شهیدان شوي او ۹۵ نور ټپيان دي. د تاوتریخوالي کموالی د خلکو له اساسي غوښتنو دی او طالبان باید دې غوښتنې ته په عمل کې ځواب ووايي."

د تاوتریخوالي کموالی د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې له عمده برخو څخه وو، خو افغان حکومت او طالبان دواړه یو بل په پاروونکو اقداماتو تورنوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د تازه شمېرو په اړه تبصره نه‌ده کړې.