پولیسو د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې یو شمېر اعتراض کوونکي مخکې تر دې چې د ټاکنو د کمېسیون د وروستۍ پرېکړې پر ضد لاریونونو ته دوام ورکړي، نیولي دي.
لسګونه کسان د اګست پر لسمه داسې مهال ونیول شول چې د ټاکنو کمېسیون الکساندر لوکاشینکا رسماً د بیلاروس د ولسمشر په توګه اعلان کړ.
د اګست پر نهمه هم پولیسو شاوخوا زر کسان یوازې په منسک کې او په ټول هېواد کې ېې درې زره کسان نیولي وو.
دغو کسانو د هغې نظر پوښتنې له کبله اعتراض کړی وو چې ویلي یې وو څه باندې اتیا سلنه خلکو د لوکاشینکا د ولسمشرۍ لپاره مثبته رایه ورکړې ده.
اعتراض کوونکي دا ټاکنې له وړاندې پلان شوې بولي.
د یوې مخکښې مخالف کاندیدې سویتلانا څیخانوسکایا پلویانو ویلي وو چې دوی به د کمېسیون د پرېکړې پر ضد پراخ اعتراضونه وکړي.
د بیلاروس د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو د فعالانو هغه راپورونه ردوي چې وایې په دې اعتراضونو کې یو کس وژل شوی دی.
پخپله لوکاشینکا د اګست پر لسمه دا اعتراض کوونکي پسونه وبلل چې د ده په وینا له بهرنیو هېوادونو څخه د ټیلیفون له لاري رهبري کېږي.
نوموړي ویلي له دغو کسانو سره له پولنډ، بریتانیا او چک جمهوریت څخه ټیلیفوني اړیکې نیول شوي.