امریکا په روسیه کې د بهرنیو رسنیو پر نښه کولو اندېښنه څرګنده کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، واشنګټن د روسیې لخوا په هغه هېواد کې د بهرنیو رسنیو په نښه کولو د نویو هڅو له کبله ژوره اندېښنه لري.

ښاغلي پومپیو په هغې اعلامیې کې چې د اګست پر لسمه خپره شوه ویلي، د روسیې دولت لخوا د رسنیو د تنظیم تګلاره چې مسوده یې په دې وروستیو کې خپره شوه، پر آزادې اروپا / آزادي راډیو او امریکا غږ چې له وړاندې له غیرعادلانه محدودیتونو سره مخامخ دي، نوي او درانه مقررات وضع کوي.

پومپیو ویلي په روسیې کې د خپلواکو رسنیو د پرله پسې ځپلو څخه ناخوښ دی او پر دغه هېواد یې غږ وکړ چې د بیان د آزادۍ په برخه کې خپل مکلفیتونه پرځای کړي.

د روسیې د رسنیو د تنظیم فدرالي ادارې په جولای میاشت کې د یوه فرمان مسوده خپره کړه چې پر اساس یې هغه ټولې رسنۍ، چې د بهرنیو رسنیو د استازو په توګه ثبت شوي، څه چې چاپوي یا خپروي باید څرګند کړي.

د نوي سپارښتنې څخه سرغړونه کېدای شي د افرادو لپاره ۱۰۰ زره روبله چې د ۱۴۰۰ ډالرو معادل کېږي، جریمه ولري او یا به سرغړونکي ۱۵ ورځي په توقیف کې تېروي.

لویې ادارې به د سرغړونې په صورت کې ۵ میلیونه روبله چې د ۷۰ زره ډالرو معادل کېږي جریمه ورکوي.

د آزادې اروپا/ آزادي راډیو سرپرستې دیسې سندلار د جولای پر ۲۳ ویلي وو چې دا نوې سپارښتنه پر رسنیو لا ډېر محدودیت او د اورېدونکو ترمنځ د وېرې خپرولو په هدف کېږي.