د بیلاروس ټاکنو کمېسیون: الکساندر لوکاشینکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

الکساندر لوکاشینکا

د بیلاروس مرکزي ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د رايو په اکثریت خپلولو سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

دا وروسته له هغه چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه په پلازمېنه منسک او نورو ښارونو کې له لاریون کوونکو سره لاس او ګرېوان شول.

دوی وايي په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

شخړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د رایې ورکولو له مرکزونو د باندې په نظرپوښتنو کې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مخکښ وګڼل شو.

خو د اپوزیسیون عمده کاندیدې دغه پايلې رد کړې.